انصار: ( د لړم ۲۶مه)، د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د اړیکو عادي کیدو لپاره د دوی لخوا د بشري حقونو رعایتول مشروط کړي.
د وزارت ویاند ویلي، چې له دې پرته به په افغانستان کې واکمن طالب رژیم سره د دوی اړیکې عادي نه شي.
دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش امنیت شورا ته په وړاندې کړي راپور کې طالبانو سره د تعامل پر زیاتیدو ټینګار کړی و.
هغه دا هم ویلي وو، چې طالبانو سره باید د تعامل شرط د دوی لخوا پر شویو ژمنو عمل وي.
پرون د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم وویل، چې هېواد یې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو کوم پلان نه لري.
د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ بیا په ضمني ډول کابل کې د مشروع حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې په کابل کې د همداسې حکومت تشه د پاکستان او افغانستان د اړیکو ښه کیدو لپاره د خبرو نه کامیدو دلیل دی.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/28503